زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/05/03 - 04:49:4
زيارة: 293
مشاركة مع الـأصدقاء

په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷سلنه زيات شوی
 په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷سلنه زيات شوی

انصار: ( د غویی14مه)، د خبريالانو د خونديتوب کمېټه وايي، په تېر يو کال کې په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷ سلنه او د نارينه خبريالانو لس سلنه زيات شوی دی.

د خبريالانو خونديتوب کمېټې د خبريالانو د قضایاوو د څيړنې مسوول جميل وقار د مطبوعاتو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړو شويو مراسمو ته په خپلو خبرو کې دغه شمېرې له رسنيو سره شريکې کړې او دغه راز يې اقتصادي ستونزې، اطلاعاتو ته نه لاسرسی او ځینې محدوديتونه يې د خبريالانو پر وړاندې عمده ستونزې وبللې.

په دې غونډه کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر عبدالقديم وياړ خبريالانو ته د مسلکي روزنې پر ورکړې ټينګار وکړ او ويې ويل چې ډېر شمېر نوي خبريالان د خبريالۍ ډګر ته راوتلي دي.

نوموړي زياته کړه د نويو خبريالانو د روزنې لپاره دې ورکشاپونه او سمينارونه جوړ شي.

په دې مراسمو کې د ښځينه خبريالانو په استازيتوب فرحناز خبرې وکړې او وې ويل، سږکال د مطبوعاتو د ازادۍ نړيواله ورځ داسې مهال نمانځل کيږي چې د هېواد ځينو برخو کې له رسنیو د ښځو د غږ پر خپرولو بنديز لګېدلی دی.

فرحناز څرګنده کړه، « موږ د ګټونکو په توګه پر مخ روان يو، زموږ حضور حتمي دی.»

نوموړې په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو د کار پر دوام ټينګار وکړ او له مسوولينو يې وغوښتل چې رسنيو کې د ښځو پر کار بنديز ونه لګوي.

د طلوع نيوز مشر ذبیح سادات بيا زياته کړه چې پر رسنيو محدوديتونه څه ناڅه کم شوي خو په خبره يې د قناعت وړ نه دي.

نوموړي خبرداری ورکړ که د رسنيو اقتصادي ستونزې هوارې نه شي، ښایي ځينې رسنۍ سقوط شي.

په دې غونډه کې د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع له رسنیو سره د اطلاعاتو پر شريکولو ټينګار وکړ.

هغه زياته کړه د رسنيو ازادي بايد د اسلام او ملي ګټو له اړخه تعريف شي.

د مې درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ ده په ۱۹۹۳ ميلادي کال کې د ملګرو ملتونو لخوا په عمومي اسامبلۍ کې تصويب شوې چې له مخې يې، د رسنیو د ازادۍ پر بنسټیزو اصولو، له رسنيو د حکومتونو ملاتړ، د رسنیو د ازادۍ عمومي وضعیت څېړنې او د هغو خبریالانو ياد تازه کولو باندې ټينګار شوی چې په رسنيز کار کې يې ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31401






*
*

*



قرأ

نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی


د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو


دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی


په وروستیو سیلونو کې نژدې ۴۰ تنه مړه شوي


۲۵۵ افغانان د جرمني پلازمېنې برلین ته ورسېدل


افغانان له تصوره لوړ له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي


کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي


نژدې هره ورځ خونړۍ ترافیکي پېښې؛ څوک ملامت دي؟


طالبانو پکتیا کې ۸ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي


یوه میاشت کې له ۲۰ زره جریبه زیاته ځمکه له غصب راګرځول شوی


د هوا له نظره د نړۍ تر ټولو ککړ هیوادونه کوم دي؟


اوچا له هېوادونوغوښتي چې پر انسانیت پانګونه وکړي


د ۲۰۲۴ کال نوومبر او په مجموع کې ټول کال د تاریخ تر ټولو تود کال ثبت شو


د سالنګ لویه لار د لویو مسافر وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه


راتلونکی کال تر ۱۲ میلیونه ډېر افغان ماشومان مرستو ته اړتیا لري


ورک شوی لبنانی ۴۰ کاله وروسته د سوریې په زندان کې وموندل شو


له ترکمنستان څخه د برښنا د واردولو قرارداد تمدید شو


هرات ته له ترکمنستانه د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي


طالبانو د کوکنارو د کښت په تور ۳۱ تنه نیولي


د افغان خبریالانو پر وړاندې د سرغړونو ۳۳۶ پېښې ثبت شوي


رينا اميري د دوو افغان مېرمنو له لوري د نړيوالو جايزو د ترلاسه کولو هرکلی کړی


بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟


افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري


د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي


۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی